AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰ ۱۶:۳۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85471448
T T
۰ Persons
د امریکا جمهوري غوښتونکو کابل هوايي ډګر کې د چاودنې وروسته د ډزو په اړه وضاحت وغوښت

کابل- ایرنا- د امریکا جمهوري غوښتو استازو د دغه هېواد دفاع وزارت څخه غوښتي، چې ۲۰۲۱ کې د کابل هوايي ډګر کې له چاودنې وروسته د ناتار ډزو په اړه معلومات ورکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ امریکايي رسنیو نن پنشنبې د غوايي ۲۰ مه راپور ورکړی چې د امریکا یو شمېر جمهوري غوښتونکو استازو له پنټاګون نه غوښتي، چې د ۲۰۲۱ کال کې کابل هوايي ډګر کې د چاودنې وروسته د ډزو په اړه د سي این این د راپور په اړه توضیحات ورکړي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال او د جمهوري غوښتونکو اتو نورو استازو د چهارشنبې په ورځ د غوايي ۱۹مه په یوه لیک کې د امریکا د دفاع له وزیر لوید آسټین څخه وغوښتل چې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د مجلس د تحقیقاتو په اړه د کابل هوايي ډګر په نیلي دروازه کې چاودنې په اړه نور معلومات ورکړي.

دا لیک شاوخوا دوه اونۍ وروسته له هغه لیږل شوی چې سي ان ان د چاودنې په اړه راپور ورکړ.
سي ان ان مخکې راپور ورکړی و چې دوی د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د چاودنې نوې ویډیوګانې لیدلي چې د سمندري ځواکونو لخوا ثبت شوي او له ۱۰ امریکايي سرتیرو او عیني شاهدانو سره یې مرکې کړي دي.

دغې امریکايي رسنۍ ویلي چې د دوی موندنې ښيي چې د کابل په هوايي ډګر کې له چاودنې وروسته په څلورو دقیقو کې څو ډزې وشوې.

سي ان ان راپور ورکوي چې ځینې قربانیان په چاودنه کې نه، بلکې په ډزو کې وژل شوي چې له چاودنې وروسته وشول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .